د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیف خیبر وايي، هغه ډله نیول شوې چې د تصوف په نوم یې «غیرشرعي کړنې، بدعت او خرافاتي کارونه» کول. د خیبر له دې اعلامیې سره د سېدابراهیم ګیلاني لاس لیکلی «توبهلیک» هم خپور شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې دې ډلې تصوف په نوم «غیر شرعي کړنې، بدعت او خرافاتي کارونه» کول. د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکز وزارت ویاند په اعلامیه کې د یوه مشهور صوفي سېد ابراهیم ګیلاني لاس لیکلی «توبهلیک یا اقرار خط» هم خپور شوی دی.
په دغه لیک کې یادونه شوې چې هغه به نور شریعت خلاف کړنې نه کوي، خو دا یې نه دي لیکلي چې سېدابراهیم ګیلاني څه ډول غیر شرعي کارونه کول.