د هند له‌خوا یو ناڅاپه د اوبو خوشې کېدو له امله په پاکستان کې د اوبو څو بندونه مات شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د هند له‌خوا د راخوشې شویو اوبو له امله د ستلج سیند په ګنډا سېنګ والا سيمه کې د اوبو کچه خورا لوړه شوې او شاوخوا ۳۰ زره متره مکعبه پورې ثبت شوې ده، چې له امله یې څو بندونه مات شوي دي. دغه ډول په ملتان کې هم لسګونه کلي تر اوبه لاندې شوي دي.

په سليمانکي او اسلام هېډورکس کې هم ډېر سېلابونه راوتلي دي. سېل څو بندونه مات کړي او ډېرې سیمې تر اوبو لاندې شوې دي. بل لور ته د چناب سيند په خانکي، هېډ قادراباد او چنيوټ سيمو کې هم د اوبو کچه خورا لوړه شوې ده. په ملتان کې د قاسم بيلا ترڅنګ د شجاع اباد په کانال یا لویه ویاله کې د اوبو کچه درې برابره لوړه شوې او اوبه تر کانال را اوښتي دي.

د ملتان د شېرشاه بند نړېدو له امله لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي. پر اکبر استنادي دېوال هم د اوبو فشار ډېر شوی او د اکبر پور، بستي کوټوال او شاوخوا سيمې تر اوبو لاندې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو