یمن کې د ایران اړوند د کپتاګون د تولید فابریکه کشف او ضبط شوې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د یمن کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د ایران اړوند یوه داسې فابریکه ضبط کړې، چې د نشه‌ يي تابلیتونو د تولید لپاره جوړېده.

د یمن د کورنیو چارو وزیر ابراهیم علي احمد حیدان د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه ) د «الحدث» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، د یمن امنیتي ځواکونو یو سوریایي او یو لبنانی وګړی نیولي، چې هڅه یې کوله په یمن کې د کپتاګون تولید یوه فابریکه فعاله کړې.

هغه ټینګار کړی، چې دا هڅې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم د سقوط سره تړاو لري.

وزیر ویلي چې د دغو فعالیتونو موخه د نشه‌ يي موادو د قاچاقي شبکو پراخول او د سیمې بې‌ثباته کول دي.

د «یمن انلاین» ویب‌ پاڼې د زمري په ۱۳مه راپور ورکړی و، چې د نشه‌ يي موادو په وړاندې په عملیاتو کې له ۱.۵ میلیونه ډېر د کپتاګون تابلیتونه نیول شوي او دا ښيي چې د سوریې څخه یمن ته د نشه‌ يي موادو د قاچاق لارو کې ستراتیژیک بدلون راغلی.

په راپور کې ویل شوي، چې نیول شوي توکي په یوه یخچال لرونکي لارۍ کې ځای پر ځای شوي وه، چې د حوثیانو تر واک لاندې صنعا څخه سعودي عربستان ته روانه وه.»

نور خبرونه

رادیو