په خوست کې د یوه ناپېژانده ځوان «شکنجه‌شوی» جسد موندل شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د خوست سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اسماعېل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه ځوان «شکنجه‌شوی» جسد موندل شوی دی.

سرچینو پنج‌شنبه (د وږي ۱۲مه) زیاته کړې، چې دغه جسد پنځه ورځې وړاندې کشف او موندل شوی او دمګړۍ د خوست په ملکي روغتون کې دی. د سرچینو په وینا؛ د وژل شوي کس پر بدن د «شکنجې» نښې‌نښانې لیدل کېږي.

سرچینو ویلي، چې تر اوسه د دغه کس کورنۍ او خپلوان نه‌دي موندل شوي او په جېبونو کې یې هم د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نه‌شته.

ځايي طالب مسوولانو هم پېښه منلې او وايي، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي. د سرچینو په خبره؛ تر اوسه د دغه کس د وژنې څرنګوالی نه‌دی روښانه شوی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د خوست ولایت په ګډون د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې جنايي او وسله‌والې پېښې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو