په خوست کې د خیرات مراسمو پرمهال لسګونه کسان مسموم شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په «شمسي» کلي کې د خیرات مراسمو پرمهال تر ۱۳۰ ډېر کسان مسموم شوي دي.

هغوی پنج‌شنبه (د وږي ۱۳مه) زیاته کړې، چې سیمه‌ییز روغتیايي پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلی او د ناروغانو لومړنۍ درملنه یې کړې ده. دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

ورته‌مهال د خوست لپاره د طالبانو والي ویاند مستغفر ګربز د پېښې د منلو ترڅنګ سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې د دې پېښې د زیانمنو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ نه‌دی او په دې تړاو څېړنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو