اروپايي ټولنه: د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مشران نړیوال نظم ننګوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې جګپوړې استازې کایا کلاوس د چارشنبې په ورځ وویل چې د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مشران چې په بېجينګ کې د پوځي پرېډ پر مهال یو ځای راښکاره شول، د «استبدادي ایتلاف» استازیتوب کوي، چې د اصولو پر بنسټ د نړیوال نظم پر وړاندې ننګونه ده.

کلاوس په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: « په داسې حال کې چې لوېدیز مشران په ډیپلوماسۍ بوخت دي، یو استبدادي ایتلاف هڅه کوي د نوي نړیوال نظم لپاره لنډه لار پیدا کړي».

هغې زیاته کړه: « کله چې نن ولسمشر شي د روسیې، ایران او شمالي کوریا له مشرانو سره په بېجينګ کې ولاړ و، دا یوازې د لوېدیز پر ضد ننداره نه وه، بلکې د هغه نړیوال نظام مستقیمه ننګونه وه چې د اصولو پر بنسټ جوړ شوی».

نور خبرونه

رادیو