طالبانو په بغلان کې د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو یې په بغلان ولایت کې په کشفي عملیاتو کې دوه تنه د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شويو کسانو هڅه کوله چې یاد تاریاک په یوه کرولا موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي او له تاله و برفک ولسوالۍ څخه یې د بامیان ولایت پر لور انتقال کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شکمنو کسانو له درکه یو میل کلاشنکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، که څه هم د نشه‌يي موادو د کر او قاچاق پر ضد پراخ کمپاینونه اعلان شوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې قاچاق لا هم د یو شمېر کسانو لپاره د عاید مهمه سرچینه پاتې ده.

نور خبرونه

رادیو