د زلزله‌ځپلو د ژغورنې لپاره د هوايي ځواک لېږل؛ ملګري ملتونه وایي چې وخت په ختمېدو دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د کونړ له مرګونې زلزلې درې ورځې وروسته، زلزله‌ځپلو سیمو ته د ځمکې له لارې لاسرسی ډېر ستونزمن دی. طالبانو د هغو کسانو د ژغورلو لپاره چې د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي، خپل کمانډو ځواکونه د هوا له لارې سیمو ته لېږلي دي.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په زلزله کې د ژغورل شویو کسانو لپاره د خوړو مرستې به ژر پای ته ورسېږي.

د طالبانو هوايي ځواک هغو سیمو ته لېږل شوی، چېرته چې هلیکوپټرونه نه شي کېناستلی ترڅو ټپيان خوندي‌ځایونو ته انتقال کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د دوو ویجاړونکو زلزلو څخه د ژغورل شویو کسانو سره د مرستې لپاره وخت په ختمیدو دی.

په افغانستان کې د دې ادارې مشر جان ایلیف رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «زموږ موجوده ذخیره او بودیجه یوازې د څلورو نورو اوونیو لپاره بسنه کوي. څلور اوونۍ دومره کافي نه دي چې حتی د ژغورل شویو خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړو.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال لپاره د خوړو نړۍوال سازمان بودیجه په افغانستان کې له ۳۰۰ میلیون ډالرو هم کمه ده، حال دا چې دا رقم په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۷ میلیارد ډالر و.

ځايي سرچینې وايي، د قربانیانو د ژغورنې لپاره وسایل او امکانات ډېر کم او ستونزې زیاتې دي.

بېړنیو هوايي مرستو ته اړتیا

په کونړ کې د طبیعي پېښو د مدیریت ریاست مشر احسان‌الله احسان ویلي، چې د مرستو د همغږۍ لپاره یو مرستندوی کمپ جوړ شوی او دوه مرکزونه د ټپیانو د انتقال، د وژل شویو د ښخولو او د ژوندي پاتې شویو د ژغورنې مسوولیت لري. خو ژوندي پاتې شویو کسانو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی، ځکه لارې یا خو ډېرې پېچلې او سختې دي او یا هم د ځمکې ښویېدو له امله بندې شوې دي.

جان ایلیف زیاته کړه: «هغه څه ته چې موږ واقعا اړتیا لرو، هغه هوايي ملاتړ او هلیکوپټر دی. خواشینوونکې ده، چې د خوړو نړۍوال سازمان تر څو میاشتو مخکې یو هلیکوپټر درلود، خو د بودیجې کموالي له امله دا خدمت ودرول شو.»

نړۍوالې مرستې له افغانستان سره په وروستیو کلونو کې ډېرې کمې شوې دي، چې اصلي لاملونه یې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر فعالیت محدودیتونه او د نړۍوالو مرستندویو کارکوونکو پر چارو بندیزونه بلل شوي دي.

لومړۍ زلزله د یکشنبې په نیمه شپه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې وشوه، چې شدت یې ۶ درجې ریښتر و.

دا د وروستیو کلونو له تر ټولو وژونکو زلزلو څخه شمېرل کېږي. د دې زلزلې مرکز په کونړ کې و چې د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره ژور و او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.

دویمه پس‌لرزه چې شدت یې ۵.۵ و، د سې شنبه په شپه وشوه چې له امله یې خلکو ته وېره ورغله او د مرستو رسولو بهیر یې ګډوډ کړ.

د غرونو ښویېدنې د لرې پرتو کلیو لارې بندې کړې دي.

د طالبانو ادارې اعلان کړی، چې په زلزله کې ۱۴۵۷ تنه وژل شوي او ۳۳۹۴ نور ټپیان دي او ویلي یې دي، چې له ۶۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د مړو شمېر ښايي لوړ شي، ځکه لا هم ډېر کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو