حماس د ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې: یوې جامع هوکړې ته چمتو یو، ترڅو ټول یرغمل شوي خوشې شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

حماس ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې په ځواب کې چې ۲۰ تنه اسراییلي یرغمل شوي دې سمدستي خوشې کړي، وویل چې دوی د غزې په تړاو یوې جامع هوکړې ته چمتو دي، ترڅو ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي.

حماس ډلې ټینګار کړی، چې چمتو دي ټول اسراییلي یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د یوې ټاکلې ډلې په بدل کې ازاد کړي.

دغه ډلې زیاته کړې، چې د دوی وړاندیز د جګړې پای ته رسول، د اسراییلي ځواکونو بشپړ شاتګ، د سرحدي لارو بېرته پرانیستل او د غزې د بیا رغونې پیل په کې شامل دي.

دغه ډله همداراز وایي، دوی چمتو دي چې د غزې د اداره کولو لپاره د «تخنیکي کارپوهانو ملي ادارې» په جوړېدو سره د یوې لنډمهالې حل لارې برخه شي.

بلخوا، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د حماس وروستی وړاندیز یوازې «یوه نوې تبلیغاتي لوبه» بللې ده.

د نتنیاهو دفتر ټینګار کړی، چې د حماس په څرګندونو کې هېڅ نوې خبره نه ده شوې او د دوی غوښتنې یوازې د وخت تېرولو لپاره دي.

نور خبرونه

رادیو