پاکستان د افغان محصلینو لپاره ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه اعلان کړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون «HEC» د علامه محمد اقبال په نوم د بورسیو د پروژې درېیم پړاو اعلان کړی دی. د دې پروګرام له مخې به ۴۵۰۰افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو بشپړ مالي بورسونه ورکړل شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د بورسونو دا پروګرام د طب، انجنیرۍ، کرنې، مدیریت، ټولنیزو علومو او کمپیوټر ساینس په برخو کې د افغان زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې زمینه برابروي.

دا بورسونه په بشپړ ډول د پاکستان له لوري تمویل شوي دي او په کې د ژوند لګښت، د لیلیې اسانتیاوې، د پوهنتون فیسونه او د سفر مصارف شامل دي.

په دې بورسیو کې د لېسانس زده کړو لپاره لږ تر لږه ۱۲کاله زده‌کړې بشپړې وي، عمومي مضامینو کې د لږ تر لږه ۶۰سلنه نمرې او د طب او انجنیرۍ په برخو کې لږ تر لږه ۶۵سلنه نمرې ترلاسه شوي وي. د عمر شرط د ۱۷نه تر ۲۳کلونو پورې دی.

د ماسټرۍ لپاره لږ تر لږه ۱۶کاله زده‌کړې بشپړې وي او پوهنتوني نمرې د «سي جي پي اې» پر اساس د ۲.۵نه تر ۳پورې وي او د عمر شرط تر ۳۵کلونو پورې دی.

همداراز د دوکتورا لپاره لږ تر لږه ۱۸کاله زده‌کړې بشپړې وي او د «سي جي پي اې» له ۲.۵تر ۳پورې وي. د عمر شرط هم تر ۳۵کلونو پورې دی.

هغه محصلین چې بهرني اسناد لري، اړ دي چې د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون او د تعلیمي بورډونو د همغږۍ کمېټې له لارې د معادل سند ترلاسه کړي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون وایي، محصلین باید یو قانوني تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې د زده‌کړو تر بشپړېدو وروسته به بېرته افغانستان ته ستنېږي.

نور خبرونه

رادیو