د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون (سېشنبه، د وږي ۱۱مه) د افغانستان له بېلابېلو لارو زرګونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د معلوماتو لهمخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۶۳۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۸۸ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۱ کورنۍ، د پکتیکا د انګور اډې له لارې ۱۶ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۷۴۰ کورنۍ هېواد ته دننه شوې دي.
طالبان زیاتوي، چې د راستنوشویو کسانو له ډلې ۳۲۷ ته د مخابراتي شبکو سیم کارتونه وېشل شوي، ۲۱۴۲ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او سلګونه نورو کورنیو ته د بشري مرستو توکي ورکړل شوي دي.