طالبانو په کندهار کې د موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو په ګډون ۳۱ اتحادیې بندې کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

طالبانو په کندهار ولایت کې د درملو، مارکېټونو، کسبګرو، موټر چلوونکو او ودانیزو شرکتونو د اتحادیو په ګډون ۳۱ صنفي او مسلکي اتحادیې بندې او لغوه اعلان کړې دي. دغه اتحادیې د سلګونو غړو استازولي کوله او د هغوی ګډ غږ یې د ستونزو د هوارۍ لپاره مسوولینو ته رساوه.

یو شمېر سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغو کوچنیو اتحادیو ډېر فعالیتونه یا محدود کړي او یا یې بند کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه اتحادیې ځکه تړلې دي چې د خلکو له ګډ غږ څخه وېره لري او د خپلو پالیسیو پر وړاندې د فشار راوړلو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دا اقدام نه یوازې د ولسواکۍ د هر ډول نښې د له منځه وړلو هڅه ده، بلکې د اقتصادي انحصار لپاره یې یوه ستره زمینه هم برابره کړې ده.

د اتحادیو غړي وايي، چې د ګډ دریځ له لارې د خپلو مسلکي او سوداګریزو ستونزو هوارولو ته ډېرې هیلې لري.

یو پخوانی د درملو پلورونکی چې نوم یې د امنیتي ستونزو له امله اخیستی نه شو، وایي: «موږ به هره میاشت غونډې کولې، که د درملو بیې لوړېدې یا د کیفیت ستونزه وه، نو موږ به د اتحادیې له لارې د مسوولینو غوږ ته رسول، اوس چې اتحادیه بنده شوه، زموږ غږ نور هېڅ ځای نه رسېږي.»

طالبانو د دې اتحادیو د فعالیت اصلي خطر په دې کې لیدلی وو، چې دوی کولای شي په ګډه د خلکو غوښتنې راپورته کړي.

د کندهار یو سوداګر وایي: «طالبان نه غواړي څوک په ګډه خبره وکړي، که موږ یو یو تل د ستونزو خبره وکړو، هېڅوک يې نه اوري، خو چې ټول یوځای شو هغوی مجبوره کېږي ځواب راکړي، طالبانو د همدې وېري له امله اتحادیې وتړلې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د درملو اتحادیه هم د طالبانو لپاره خنډ بلل کېده او د اتحادیې غړو غوښتل، چې یوازې قانوني درمل بازار ته داخل شي، خو د طالبانو یو شمېر غړي له وړاندې په قاچاقي سوداګرۍ کې ښکېل شوي وو.

د درملو یو وارد کوونکی وایي: «طالبان خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې درمل له ګمرکي محصول پرته راوړي. دا درمل ډېر وخت بې کیفیته وي، خو بیا هم بازار ته راځي موږ چې قانوني کمپنۍ لرو، زموږ درمل په ګمرک کې بند دي، ځکه چې طالبان وايي ستاسو شرکت زموږ سره ثبت نه دی.»

د اتحادیو له لغوه کېدو سره د طالبانو د غړو نفوذ په مارکېټ کې زیات شوی دی.

یو بل سوداګر وایي: «پخوا به اتحادیه زموږ لپاره د حساب غوښتلو ځای وو، که درمل بې کیفیته وای، نو موږ به یې پر وړاندې دریځ نیوه، اوس هېڅوک څه نه شي ویلی، طالبان غواړي هر څه د هغوی د خلکو په لاس کې وي.»

خلک وایي، ولس د خپلواک غږ له حقه بې برخې شوي او د مسوولینو پر وړاندې د حساب غوښتنې فرصت يې له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د طالبانو له خوا د اتحادیو بندېدل د خلکو د اقتصادي، ټولنیز او روغتیایي وضعیت لپاره یوه لویه ضربه ده.

طالبان نه یوازې د خلکو د ګډ غږ د خاموشه کولو هڅه کوي، بلکې په مستقیم ډول د بازار د انحصار لپاره زمینه برابروي.

د درملو په څېر مهم سکټور کې د هغوی ښکېلتیا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي او دا هر څه ښيي، چې طالبان د ولس پر ستونزو نه، بلکې د خپلو اقتصادي ګټو پر تأمین تمرکز لري.

نور خبرونه

رادیو