د امریکا د استخباراتو پخوانۍ ماموره: د القاعده شبکې د ځواک مرکز بېرته په افغانستان کې دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې د القاعده ډلې نړۍوالې څانګې یوه نوې تبلیغاتي ستراتیژي پیل کړې ده. د هغې په وینا، د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې د نړۍ د امنیتي او استخباراتي ادارو پام له افغانستان څخه واړوي، ترڅو د دې ډلې لوړپوړي مشران خوندي پاتې شي.

اډمز ویلي، القاعده هڅه کوي د رسنیو او انلاین پروپاګند له لارې داسې انځور وړاندې کړي، لکه ګواکې چې د دې ډلې اصلي مشران په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په ایران کې مېشت دي.

دغې پخوانۍ استخباراتي مامورې ټینګار کړی، چې د القاعده ډلې د ځواک او رهبرۍ واقعي مرکز بیا په افغانستان کې دی او باید په ښکاره او پرله‌پسې توګه یاد شي.

هغه زیاتوي، دا پروپاګند به په راتلونکو میاشتو کې لا ډېر پراخ شي او که رښتیا پټ پاتې شي، القاعده به وکولای شي په افغانستان کې له نسبي امن چاپېریال څخه ګټه پورته کړي.

اډمز د امریکا د حکومت دننه د ځینو استخباراتي کارکوونکو پر حالت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغوی اړ اېستل شوي څو داسې روایت وړاندې کړي چې خپله پرې باور نه لري.

د هغې په خبره، ځیني چارواکي هڅه کوي چې د القاعده د رهبرۍ ځای پر ځای کول په ایران پورې وتړي، ترڅو پر افغانستان باندې د پوره مسوولیت بار ونه شي.

نوموړې خپلو همکارانو ته هم سپارښتنه کړې: «تاسو اړ نه یاست چې د دغو سیاسي شویو روایتونو برخه شئ. که د استخباراتي معلوماتو د تحریف یا سیاست‌پالنې نښې وینئ، باید راپور یې ورکړئ. دا کار کولای شي د داخلي شکایتونو له لارې د «اومبډزمن دفتر» ته یا مستقیم د امریکا د ملي استخباراتو ریاست ته وکړئ.»

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د القاعده د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او نړۍوالو څارونکو ادارو په وار وار ویلي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره د خوندي پټنځای په بڼه راڅرګند شوی دی.

نور خبرونه

رادیو