د طالبانو ادعا: په هرات کې مو د خپلې کورنۍ د ۳ غړو قاتل ونیولو

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په هرات کې د خپلې کورنۍ د څلورو غړو قاتل نیول شوی دی. دغه کس د خپلې مور، ښځې او مېرمنې په قتل تورن دی.

نوموړي پرون (سې‌شنبه) پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د دغې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې په هرات کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی و. دغه پېښه د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

طالبان داسې مهال په هرات کې د دغه کس د نیول‌کېدو خبر ورکوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې تر واکمنېدو وروسته د جنايي، په تېره بیا د کورني تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو