بریتانیا د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروزالدین فیروز د پناه غوښتنه رد کړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې بریتانیا ته ورسېد او د پناه غوښتنه یې وکړه، خو دغه غوښتنه د بریتانیا له لوري رد شوه او نوموړی اوس مهال د کډوالو په یوه هوټل کې ژوند کوي.

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی پاکستان، بیا ترکیې او په ۲۰۲۳ کال کې بریتانیا ته ولاړ او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه.

ډیلي میل ورځپاڼې ویلي، چې ۵۸ کلن فیروزالدین فیروز دمګړۍ د برېتانیا په ډورسیټ بورنموت کې اوسیږي، خو د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د نوموړي د پناه غوښتنه ځکه رد شوې، چې هغه په بریتانیا کې د افغان وګړو د مېشتېدو پروګرام له تړل کېدو وروسته د پناه غوښتنه کړې وه.

فیرزالدین فیروز اوس د حکومت د یادې پرېکړه پر وړاندې د استناف غوښتنه کړې ده.

نوموړی به د پرېکړې تر روښانتیا پورې د هغو درېیو هوټولو له ډلې په یوه کې اوسېږي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړي شوي دي.

خو د یادو هوټلونو مخې ته هره اوونۍ د کډوالو ضد لاریونونه کېږي. فیروز الدین فیروز ویلي، چې لاریون کوونکي د «شیطان» خطاب ورته کوي او له هېواده د وتلو غوښتنه ترې کوي.

فیرزوالدین فیروز ویلي:«زه باور لرم چې بریتانیا د دیموکراسۍ او د ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوي او زه غواړم د همدې ارزښتونو برخه اوسم. زه په دې باور لرم چې د جنسیت، دین یا قوم په نظر کې نیولو پرته باید د خلکو درناوی وشي، د خلکو ژوند وژغورل شي او خلک ځواکمن شي.»

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا وزیر دمګړۍ له ځايي موسسو سره د بې کوره کسانو د ملاتړ په همکارۍ بوخت دی.

نوموړي ویلي که د پناه غوښتنه یې ومنل شي، له ځايي شوراګانو سره به د بې کوره کسانو د ملاتړ لپاره خپلي طبي تجربې شریکې کړي.

فیروزالدین فیروز وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کور او بانکي حسابونه ضبط شول او دی د هغوی د ځورونو له وېرې اړ شو چې افغانستان پرېږدي.

نور خبرونه

رادیو