د طالبانو یوه پېژندل شوي کاروونکي او د حقاني شبکې نږدې کس محمد جلال په کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو انځورونه خپاره کړي او د زلزلې د قربانیانو په درملنه کې یې د هغوی د رول ستاینه کړې ده.
د حقانې شبکې یاد نږدې کس په خپله اېکس پاڼه کې د ښځینه ډاکټرانو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «افغان ښځینه ډاکټرانې پرته له وقفې مرسته کوي او په دې سختو ورځو کې د دوی قرباني روښانه او د ستاینې وړ ده.»
په کونړ کې زلزلې او د ښځینه قربانیانو لپاره د ښځينه ډاکټرانو اړتیا یو ځل بیا د ښځو د زده کړې مسله راپورته کړې ده.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر له کابل نه ختیځ ته د ښځینه ډاکټرانو د یوه پلاوي د استولو هرکلی کړی او په اېکس کې یې لیکلي دي: «که ښځینه ډاکټرانې نه وای، نو د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره به هېڅوک نه وای.»
خو د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۱مه) په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د زلزلې له پېښېدو راهیسې تر اوسه پورې شپږ حامله مېرمنې د ښځینه صحي کارکوونکو او طبي امکاناتو د نشتوالي له امله په دې ولایت کې مړې شوې دي.
تر دې وړاندې تېر کال د تلې په میاشت کې د هرات په وژونکې زلزله کې راپورونه خپاره شوي وو، چې لسګونه ښځې د طالبانو د قوانینو له وېرې مړې شوې وې.
ملګرو ملتونو هغه وخت اعلان کړی و، چې د یادې زلزلې له قربانیانو څخه تر ۹۰ سلنه زیات یې ښځې او ماشومان وو.
اسکای نیوز د هرات له ځپل شویو ښځو سره د مرکې پر مهال څرګنده کړه، چې د لسګونو ښځو د مړینې یو لامل دا و، چې دوی د «بې حجابۍ او د محرم د نشتوالي له وېرې» له کورونو څخه وتلو ته زړه نه ښه کاوه.
ښځینه ډاکټرانو ته د ښځو اړتیا په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو پر مهال، طالبان دې ته نه دي اړ کړي چې د نجونو د تعلیم پر بندیز له سره غور وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېر کال د لېندۍ میاشتې په منځ کې د نجونو پر مخ د روغتیايي انسټیټوټونو دروازې بندې کړې.
د دې بندیز له امله، شاوخوا ۳۵ زره نجونې چې غوښتل یې د طب، نرسرۍ او نورو روغتیايي برخو کې زده کړې وکړي، له زدهکړو پاتې شوې او دا زدهکوونکې په ۱۰ دولتي او ۱۵۰ خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې شاملې وې.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله، ښځو ته د طبي خدماتو لاسرسی سخت شوی او روغتیايي مرکزونه او د کارکوونکو شمېر نږدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق سږ کال د وري په میاشت کې خبرداری ورکړی، چې که د ښځو د طبي زدهکړو بندیز دوام ومومي، نو سږ کال کې به تر ۵ زرو زیاتې میندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د دې ادارې په وینا، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي نو لږ تر لږه ۱۶۰۰ میندې او ۳۵۰۰ نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.