تازه خبر

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په دویمه لوبه کې هم متحده عربي امارتو ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.
په متحده عربي‌اماراتو کې د درې اړخېزې لوبلړۍ‍ د درېيمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
افغان توپوهونکي صدیق اتل په ۴۵ توپونو ۶۴ او ابراهیم ځدراڼ په ۴۵ توپونو ۶۵ منډې تر نورو لوبغاړو ډېرې وکړې.
پاکستان لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې.
افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي، راشدخان، محمدنبي او نور احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نور خبرونه

رادیو