رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د راپور له مخې لیکلي، چې د ایران ملاتړو حوثي اورپکو د یکشنبې په ورځ د یمن پلازمېنه صنعا کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو برید کړی او د دغه دفترونو ۱۱ کارکوونکي یې نیولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، حوثيانو د خوړو نړۍوال پروګرام پر دفترونو برید کړی، د ملګرو ملتونو شتمنۍ یې ضبط کړې دي او هڅه یې کړې چې د ملګرو ملتونو نورو دفترونو ته هم ننوځي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ په یوه جلا بیان کې ویلي، چې دغه ۱۱ کارکوونکي په صنعا او بندري ښار حدیده کې نیول شوي دي.
دغه برید تر هغه وروسته شوي، چې د پنجشبنې په ورځ د اسرايیل هوايي برید په پایله کې د یمن پلازمېنه صنعا کې د حوثيانو د حکومت لومړی وزیر او څو وزیران ووژل شول.