د افغانستان د کرېکت لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن ماښام مهال په متحده عربي اماراتو کې د اماراتو په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو ته یې د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ او افغان اتلانو بیا یاد هدف ترلاسه او ورسره یې لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، په دغې سیالۍ کې لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د سیالې لوبډلې ۳ – ۳ وېکټې ترلاسه کړې او ورسره شرف الدین اشرف د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړ.
افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه او افغان اتلان به سبا ماښام په خپله درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې بیا ځلي د لوبې ډګر ته ښکته شي.