طالبان وايي د افغانستان ۱۰۰ ټنه وچ انځر هندوستان ته صادر شول

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال له کندهار ولایت نه هندوستان ته د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.

دغه وزارت یک‌شنبه (وږي ۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا کار د نړۍوال بازار موندنې په لاره کې مهم ګام بلل کېږي.

څه موده مخکې د کندهار بڼ‌والو شکایت کړی و چې انځر یې بهرنیو بازارونو ته د نه‌لېږلو له امله ډېر ارزانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو