په پاکستان کې د سختو اورښتونو له امله ګڼ شمېر افغان کډوال پر لارو بند پاتې شوي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

په پاکستان کې د تېرې شپې سختو اورښتونو د لارو وضعیت خراب کړی او د افغان کډوالو سلګونه موټر د پاکستان - افغانستان پر لویه لار بند پاتې دي. په موټرو کې بند پاتې ښځې او ماشومان د خوړو، څښاک او د ارام کولو د ځای د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال د باران او سختو اورښتونو له امله پر لارو بند پاتې دي او د خوړو، څښاک او استراحت هېڅ اسانتیا نه لري. د معلوماتو له مخې، د بګیاړي پوستې په سیمه کې د افغان کډوالو لسګونه موټرونه د باران له امله ساعتونه بند پاتې دي او ښځې او ماشومان د مرستو په تمه د انتظار شېبې تېروي.

د عمرخان په نوم یو افغان کډوال د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په مرکه کې ویلي: «موږ له څو ساعتونو راهیسې یوازې د دې هیله لرو چې ژر تر ژره خپل وطن ته ولاړ شو، خو باران او د خرابو لارو حالت نور هم وضعیت خراب کړی دی. زموږ موټر هم په اوږده کتار کې بند پاتې دی. ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر ځورېږي، ماشومان د لوږې او ستړیا له امله ژاړي او زاړه کسان هم په سخت عذاب کې دي. دلته د کېناستو لپاره هېڅ مناسب ځای نشته او نه هم د څښاک او خوړو بندوبست شته.»

کډوالو د پاکستان له حکومته د مرستې غوښتنه کړې.

د باران له امله نه يوازې لارې خرابې شوې، بلکې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې له امله د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

ډېر کډوال له خپلو وړو ماشومانو سره له تېرې شپې راهیسې د مرستې او لارښوونې په تمه ولاړ دي.

افغان کډوال ګل احمد چې شاوخوا ۲۵ کاله په پاکستان کې تېر کړی او هلته یې زده کړې کړي، د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې وویل: «زه د ۲۸مې نېټې په ورځ له پنجاب څخه د خپل کورنۍ سره یو ځای روان شوی وم. د ماښام څلورو بجو شاوخوا بګیاړي پوستې ته ورسېدم، خو پولیسو همدلته ودرولو. ټوله شپه مو په موټر کې تېره کړه او بیا د سهار له سخت باران او توپاني هوا سره مخ شوو، چې موږ یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړو. زموږ سره ښځې او ماشومان هم دي چې د باران او یخنۍ له امله ډېر ځورېږي.»

د ملګرو ملتونو او د هغوی د کارپوهانو په خبره، په پاکستان کې هغه افغانان چې د شړلو له ګواښ سره مخ دي، ډېری یې هېڅ کور نه لري او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه به د دوی راتلونکی لا تریخ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارټ لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی.

د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشرپاله مرستو کمښت د افغان ولس لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه د اقتصادي فشارونو له کبله ګڼې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې یا په زوره واده کوي.

ګاونډیو هېوادونو هم د جبري شړلو په سیاستونو وضعیت لا خراب کړی دی. ایران په وروستیو میاشتو کې له ۱.۵ مېلیونو زیات افغانان بېرته ستانه کړي او پاکستان له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړلي دي. دغه کسان له ستنېدو وروسته د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو