طالبان: له ایران او پاکستان څخه تېره ورځ نږدې درې زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه د کندهار، هلمند، پکتیکا، نیمروز، ننګرهار او هرات له لارو ۲،۸۴۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

باختر اژانس د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) راپور ورکړي چې ۱،۸۵۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۵۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۳۰ کورنۍ د نمیروز د ورېښمو له لارې، ۱۵ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې، ۱۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې او ۶۸۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو