د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ۲۰۲۵ کال په ۹ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۲،۴ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري زیاتوي، دمګړۍ افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو او یا هم د ستنولو له امله دغه ناورین لاپسې ژورېږي.
د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې راتلونکې اونۍ به د «پي او ار» کارت لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړي، خو په وینا یې هڅې روانې دي چې دغه ټاکل شوی ضرب الاجل وغځوي.
دغه ادارې همداراز له تاجکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د اېستنې د بهیر په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپور کاږي، د افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه د ۲۰۲۵ کال لپاره له غوښتل شویو ۴۷۸ میلیونه ډالرو مرستو یوازې ۲۹ سلنه یې ترلاسه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ایران او پاکستان په ګډون له ټولو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې په داوطلبانه او عزتمنده توګه د افغانانو ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.
پاکستان هم پرېکړه کړې چې سبا نه بل سبا به د «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو چې شمېر یې څه باندې یو میلیون ته رسېږي افغانستان ته د ستنولو بهیر پيل کړي.