فایننشال ټایمز: ټرمپ د اوکراین جګړې د حل لپاره د چین سوله ساتو ځواکونو وړاندیز کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

فایننشال ټایمز ورځپانې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی، چې د چین ځواکونه دې د اوکراین په جګړه کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، ټرمپ دا وړاندیز د سپینې ماڼۍ په یوه وروستي ملاقات کې د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر سره شریک کړی دی.

د سرچینو په وینا، د ټرمپ وړاندیز د ۱۳۰۰کیلومتري حایلي سیمې د څارنې لپاره د چیني سرتېرو د استولو په اړه و.

ویل کېږي چې ورته نظر له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا هم وړاندې شوی و.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اوکراین جګړه لاهم روانه ده او د سولې هر ډول وړاندیز د نړیوالو بحثونو د تمرکز ټکی ګرځېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو