له برېټانیا د کډوالو د اېستلو په اړه د فراج طرحه؛ د طرحې له مخې به ۶۰۰زره کډوال و اېستل شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د برېتانیا د ښي اړخي ګوند مشر نایجل فراج وايي، که په ټاکنو کې بریالی شي؛ نو له برېټانیا څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه به له طالبانو سره هوکړه وکړي. فراج له برېټانیا څخه د ۶۰۰زره کډوالو د اېستلو پلان چمتو کړی دی.

هغه د سې‌شنبې په ورځ وویل، چمتو دی د طالبانو په څېر رژيمونو ته پیسې ورکړي؛ څو د اېستل شویو کډوالو منلو ته غاړه کېږدي. د ټېلګراف په نظرپوښتنه کې له ۲۸زره ډېرو ګډونوالو څخه ۷۰سلنه یې د دغه پلان ملاتړ کړی دی.

د دغه پلان ملاتړ کوونکي استدلال کوي، چې برېټانیا د نړۍ ټولې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د نظرپوښتنې په حواله ځينو خلکو ویلي، د دغه مرستو پيسې دې د هغو هېوادونو د فشار لپاره ولګول شي چې خپل خلک بېرته ومني. په نظرپوښتنه کې ځینو خلکو منلې، چې «ښايي له افغانستان سره دغه مرستې د خلکو د ځپلو لپاره وکارول شي؛ خو دا زموږ ستونزه نه‌ده.»

په نظر پوښتنه کې د جرمني بېلګه یاده شوې ده؛ جرمني د جولای په میاشت کې له طالبانو سره نامستقیمه هوکړه وکړه او په لومړۍ الوتنه کې یې افغانستان ته ۸۱ افغانان واستول.

خو مخالفو نظر لرونکو بیا د طالبانو له سختدریځه چلند سره د همکارۍ پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی. کارولین ټېلر د ښځو او نجونو بېرته لېږدول له شرمه ډک کار بولي. هغه وايي، چې دا پلان له اخلاقي پلوه ویجاړوونکی دی.

کاترینا کورتیزي زیاتوي، طالبان به له دې تړون څخه د پيسو ترلاسه کولو ناوړه ګټه واخلي. نور لوستونکي بیا اندېښمن وو، چې عیسویت ته اوښتي افغانان به تر شړلو وروسته شکنجه او ووژل شي.

په دې نظر پوښتنه کې مایک ماچین ویلي، چې د طالبانو مالي ملاتړ په حقیقت کې د ترهګرۍ مالي ملاتړ دی.

نور خبرونه

رادیو