ایرانی چارواکی: موږ افغانان په ډېر عزت افغانستان ته استولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د ایران د خراسان رضوي والي په یوې مرکه کې ویلي، چې دوی افغانان په ډېر عزت افغانستان ته استولي او په دې کار په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نه‌دی پېښ شوی؛ خو افغان کډوال او بشري سازمانونه بیا برعکس د سپکاوي خبره کوي.

د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري له اېرنا خبري ازانس سره په مرکه کې وايي:« موږ دا وړاندوینه نه وه کړې، چې د دوغارون له لارې به دومره ډېر افغانان افغانستان ته واستوو. دغې لارې یوازې د ۳۵زرو ظرفیت لاره؛ خو موږ له دې لارې څو برابره ډېر افغانان خپل هېواد ته واستول.»

مظفري ويلي، دوی غوښتل چې د دغه افغانانو انساني کرامت خوندي وساتل شي او همداسې وشول؛ د دوی انساني کرامت ته یې پام کړی او دې کار په افغانستان کې بشري ناورین پېښ نه‌کړ.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې اوس په ایران کې افغان کډوال کم شوي دي او په ورځ کې له ۶ تر ۷ زره پورې کډوال اېستل کېږي.

خو له ایرانه ستانه شوي افغانان بیا وايي، چې له دوی سره د اېستلو پر مهال زور زیاتی او سپک چلند شوی او شکنجه شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډوګانو څخه څرګندېږي، چې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي او په زور شړل شوي دي.

«اوا» حقوقي او ټولنیز مشورتي مرکز د یوه څېړنیز راپور له مخې ویلي، چې له ایرانه د افغان کډوالو شړلو پر مهال له هغوی سره ناوړه چلند شوی او ان دا چې مالونه یې ځینې ګرځول شوي دي.

ځينو کډوالو افغانسان انټرنشنل ته ویلي، چې ایراني پولیسو یې پاسپورټونه څيرلي او هغوی یې په سپکاوي او ناوړه چلند راشړلي دي. دغه ډول ځینو مزدورانو ته خپله لاس‌باړه هم نه‌ده ورکول شوې، ځينې کډوال وېرېدلي او ذهني ناروغۍ ورته پيدا شوې دي.

مظفري ادعا کوي، چې له ایرانه د افغانانو ډله‌ييز اېستل په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نه‌دی رامنځ ته کړی؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې څېړنې ښيي، چې افغانستان ته راشړل شوي افغانان له ډول، ډول ستونزو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو