د طالبانو سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزی د قطر له سفیر «سعید بن مبارک الخیارین»سره په کابل کې کتلي، او د افغانستان او قطر تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د متقابلو پانګونو د زیاتوالي او د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې قطر کولای شي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې د افغانستان اقتصاد د ودې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي. په ځانګړي ډول د انرژۍ، کانونو، کرنې او ترانسپورټ برخې د قطر د احتمالي پانګونو لپاره مهمې بلل شوي دي.
د قطر سفیر،په دې لیدنه کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ته د دوحې د سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره نورې خبرې هم په مستقیم ډول ترسره شي.
قطر له پخوا راهیسې د طالبانو له نږدې متحدانو څخه بلل کېږي. دغه هېواد د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو په بهیر کې د یوه مهم منځګړي په توګه رول لوبولی او لا هم د طالبانو لپاره نړیوالو اړیکو د یو مهم پل په توګه عمل کوي.
سرچینې وايي چې قطر د طالبانو له مالي ملاتړو څخه هم دی او هڅه کوي د دوی رژیم ته د نړۍ په کچه د مشروعیت د ترلاسه کولو لارې هموارې کړي.
ویل کېږي چې طالبانو د اقتصادي اړیکو پراختیا ته د اړتیا له امله په ځانګړي ډول له قطر سره د نږدې اړیکو ساتلو ته پام زیات کړی دی، ځکه چې دغه هېواد د افغانستان په اقتصادي او سیاسي راتلونکې کې د اغېزناک رول لوبولو وړتیا لري.