باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له کندهاره یو ځانګړی پلاوی کابل ته لېږلی څو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او ترې وغواړي چې هېواد پرېږدي.
کرزي ویلي، افغانستان یې هېواد دی او نه غواړي له خپل هېواده ووځي.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د هبتالله اخوندزاده پلاوي ته ویلي، چې له هېواده نه وځي.
د سرچینو په وینا ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې افغانستان یې هېواد دی او نه غواړي له هېواده ووځي.
د طالبانو د مشر د پلاوي او حامد کرزي د لېدني د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه پلاوي حامد کرزي ته د هبتالله اخوندزاده پنځه مادهییز دستورلیک سپارلی دی.
د دغه دستورلیک یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، چې په هغه کې «د طالبانو د رژیم اطاعت، د هر ډول سیاسي او رسنیزو فعالیتونو منع او په ملي او نړیوالو مسلو د تبصرو پر محدودیت» ټینګار شوی دی.
په دغه دستورلیک کې لیکل شوي:«د مشهورو شخصیتونو ستاینې، د ځانګړو مناسبتونو نمانځل، یا د ملي او نړیوالو مسلو په اړه څرګندونې کول» منع دي.
سرچینو دا هم ویلي، چې په دې ورستیو میاشتو کې د بهرني ډېپلوماټانو او کرزي ترمنځ لېدني هم محدودي شوې دي.
کرزي د وروستي ځل لپاره میرویس عزیزي سره لېدلي او په دغه لېدنه کې یې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د پانګې اچونې او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په اړه خوښي ښودلي.
کرزي په تېرو څلورو کلوونو کې څو ځله له بهرنیو ډېپلوماټانو سره لېدلي او کله نا کله یې په ځانګړي توګه د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونې کړې دي. هغه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار له ملاتړو څخه دی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
دغو سرچینو ویلي، چې طالبانو له کرزي غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه له څرګندونو ډډه وکړي.
حامد کرزي څه موده وړاندې پر کونړ د پاکستان د هوايي برېدونه په اړه اندېښنه څرکنده کړې وه، د تقاعد شویو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه یې د طالبانو د پرېکړې هرکلی کړی و او د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په اړه یې پیغام خپور کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مشر مخبرانو د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې، چې پخواني ولسمشر پکې ویلي، دی د هبتالله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبتالله ترې ډېر وېرېږي.
سرچینې وایي، د طالبانو د مشر مخبرانوله یوه مېلمه سره د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې دي.
کرزي په دې لیدنه کې مېلمه ته ویلي: «ملا هبتالله له هیچا دومره نه وېرېږي لکه له ما، ځکه زما حضور د هغه سیاسي ژوند پای ته رسوي او زه یې پر وړاندې یوازینی ریښتینی سیاسي ګواښ ګڼل کېږم».
د دې لیدنې د وخت او مېلمه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.