د مډرن ډیپلوماسي وېبپاڼې په یوه مقاله کې راغلي، پاکستان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال په لومړیو کې هیله لرله، چې د دې ډلې په واکمنېدو سره به سرحدي تاوتریخوالي پای ته ورسېږي او یو باثباته ګاونډی به رامنځته شي، خو اوس دغه هیلې یې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.
دغه وېبپاڼه وایي، چې د امنیت پر ځای په افغانستان کې د طالبانو رژیم د پاکستان لپاره په یوه دوامداره او مستقیم امنیتي ګواښ بدل شوی دی.
له ۲۰۲۲کال وروسته چې کله له «ټي ټي پي» سره د سولې خبرې ناکامې شوې، د پاکستاني طالبانو بریدونه خورا زیات شوي دي. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټوټ په وینا، یوازې د ۲۰۲۵کال د مارچ په میاشت کې له ۱۰۰ څخه زیات بریدونه شوي، چې ۲۲۸کسان یې وژلي او ۲۵۸نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، ډېری قربانیان پولیس، پوځیان او ملکي کسان دي، په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي، چې دغه ډله په ختیځ افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د طالبانو له مستقیم یا غېرمستقیم ملاتړ څخه برخمنه ده.
په مقاله کې راغلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي لانجې ورځ تر بلې زیاتېږي. طالبانو د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې او که څه هم پاکستان د ډیورند پر کرښه د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې اغزنې کټارې هڅه کړې، خو لا هم د سرحدي نښتو، هاواني بریدونو او تاوتریخوالي پېښې دوام لري. د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې د تورخم په لار کې خونړۍ نښته شوې وه، چې د یوه طالب د مرګ سبب وګرځېده.
وېبپاڼه زیاتوي، پاکستان تر اوسه د څه باندې ۲.۸میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي، چې ۱.۳میلیونه د ثبت کارټونه لري او نږدې ۸۱۳زره نور د افغانانو تابعیت کارټ «ای سي سي» لري، چې د دې کډوالو شتون د پاکستان پر روغتیايي، تعلیمي او اقتصادي سرچینو سخت فشار اچولی دی. پر دې سربېره، د کډوالو کمپونه او د «ټي ټي پي» احتمالي جګړې د سرتېرو د جلب او جذب ځایونو په توګه لیدل کېږي، چې امنیتي اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې دي.
په کابل کې د طالبانو ایډیالوژیک واک د پاکستان دننه سخت دریځو ډلو ته زړورتیا ورکړې او په جوماتونو او مدرسو کې د توندلارو پیغامونه زیات شوي دي. سره له دې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد پلانونه لکه د ملي عمل پلان «اېن ای پي» او د ملي ترهګرۍ ضد اداره «نکټا» لري، خو د سیاسي جوړجاړیو او کمزورې پلي کېدنې له امله یې اغېز محدود پاتې شوی دی.
پاکستاني شنونکي باور لري، چې پاکستان باید له طالبانو څخه د «ټي ټي پي» پر ضد عملي ګامونه وغواړي او د سرحدي همکارۍ غوښتنه وکړي، د شانګهای د همکارۍ سازمان په څېر سیمهییزو چوکاټونو کې د طالبانو پر ضد فشار زیات کړي، د «نکټا ادارې» واک او عملي کولو ته لومړیتوب ورکړي او د سخت دریځۍ د مخنیوي هڅې په جدي ډول عملي کړي.
دوی دغه راز زیاتوي، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله او خوندي تګلاره جوړه کړي، چې هم د انسانیت اړخ پکې خوندي وي او هم امنیتي ګواښونه مهار شي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پاکستان د بېثباتۍ اساسي سرچینه ګرځېدلې ده. له «ټي ټي پي» څخه د طالبانو ملاتړ د جګړې د بیا پیل اصلي لامل بلل کېږي. که اسلاماباد بېړني او پرېکنده ګامونه پورته نه کړي، د پاکستان امنیتي وضعیت نور هم د خرابېدو په لور روان دی، چې مهار به یې لوړه بیه وغواړي.