د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ چارواکي وايي، چې له ایران او پاکستانه ډېری راستنېدونکي د اېستلو په بهیر کې له ناوړه چلند، توقیف او د کورنۍ له غړو جلاوالي سره مخامخ دي. د دغه بنسټ په وینا؛ ځینو یې د راستنېدو په بهیر کې خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم له لاسه ورکړې دي.
نوموړي سازمان پنجشنبه (د وږي ۶مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له ایران او پاکستانه تر یو مېلیون ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد بنسټ په وینا؛ دغه راستنېدونکي له سختو بشري ناروینونو، د سرچینو نشتوالي او ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱.۴ مېلیون ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. یوازې له ایرانه یو مېلیون او له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰زره کسان د اپرېل په میاشت کې بېرته راغلي دي. د مارچ له ۲۰مې راهیسې تر ۶۰۰زره ډېر کسان ستانه شوي، چې نږدې ۳۵۰زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.
ورته مهال، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. راستنېدونکو د زیاتو محدودیتونو، ځورونې او تبعیض راپور ورکړی دی. قومي او مذهبي لږکۍ، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له پراخ ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان اوسمهال د بېکارۍ، بېوزلۍ، وچکالۍ، د زلزلو او سېلابونو له امله د زیانونو په څېر له لویو ننګونو سره مخامخ دی. د کډوالو په لویه کچه اېستل د دغه هېواد پر محدودو سرچینو لوی فشار راوړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې و نهشي؛ نو د بېرته راستانهشویو کسانو ملاتړ کول به یوازې د څو نورو اوونیو لپاره شونې وي. نوموړي بنسټ له نړۍوالې ټولنې او خلکو غوښتي، چې د خوړو، روغتیايي مرستو، سرپناه، اوبو او کار په ګډون کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.