د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ځانوژنو پېښو پر دوام؛ د خوست لږترلږه دوو ځايي باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۵ کلن ماشوم ځانوژنه کړې ده. د سرچینو په وینا؛ دغه ماشوم «کوثر» نومېده او د ښوونځي زدهکوونکی و.
سرچینو پنجشنبه (د وږي ۶مه) زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د خوست تڼیو ولسوالۍ په «روښاني» کلي کې شوې ده. سرچینې وايي، د دغې ځانوژنې لامل روښانه نهدی او نه هم ځايي طالبانو په دې تړاو څه ویلي دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حاکمیت تر سیوري لاندې افغانستان کې د ماشومانو د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې هم د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د یوه ۱۳ کلن ماشوم د ځانوژنې خبر ورکړی و.
افغانستان انټرنشنل-پښتو د روان کال په چنګاښ میاشت کې موندلې وه، چې د هغې میاشتې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځانوژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې. اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دې پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.