د افغان او نړۍوالو مدني ټولنو یوې لویې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د دغې شورا غړو هېوادونو استازو ته په یوه پرانيستي لیک کې د افغانستان د ناوړه بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې د ځوابویلو د یوه خپلواک مېکانېزم جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په لیک کې ټینګار شوی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې روانې دي او تر ډېره د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې د جرمونو عاملان له عدالت نه خوندي پاتې شي. د دغه لیک پر بنسټ؛ دغه مېکانېزم باید «د بشري حقونو او نړۍوالو بشرپاله قوانینو د سرغړونو څېړنه وکړي، شواهد راټول او خوندي کړي، د مجرمانو د پېژندنې لپاره کار وکړي او د عدالت بهیر ته حقوقي ملاتړ برابر کړي.»
افغان او نړۍوالو مدني ټولنو زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو کلونو کې د ښځو، نجونو، لږکیو او د LGBTQI+ ډلې پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي او د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، هنرمندانو او د ټولنې د نورو فعالو غړو ځورونې، ربړول، خپلسرې نیونې او سزاګانې دوام لري.
په لیک کې راغلي، چې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته د طالبانو له لوري د لاسرسي نه ورکول د ځوابویلو بهیر لا پسې زیانمن کړی او یوازینۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه یو خپلواک او باصلاحیته نړۍوال مېکانېزم جوړ کړي.
د دغه لیک لاسلیککوونکو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو شورا دې په خپله راتلونکې (۶۰مه) غونډه کې دغه مېکانېزم تصویب او لازمې سرچینې د ځانګړي راپور ورکوونکي او نورو څارونکو جوړښتونو لپاره برابرې کړي.
په یاد لیک کې ټینګار شوی، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي، د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو غږ واوري او د هغوی د عدالتغوښتنې ملاتړ وکړي.
پر افغانستان د طالب وسلهوالې ډلې تر بیاځل واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت په بېسارې توګه ناوړه شوی دی. ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او اساسي ازادیو بېبرخې شوې، مذهبي او قومي لږکۍ له تبعیضي چلند سره مخ دي او د بیان ازادي په سختو محدودیتونو کې اېساره شوې ده.
په تېرو څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو راپورونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو په وار-وار خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی حالت د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مخکې هم پر دې ټینګار کړی و، چې باید د سرغړونو د ثبت، څېړنې او د عدالت د خوندي کولو لپاره یو خپلواک نړۍوال مېکانیزم جوړ شي.