د افغانستان بانک رییس له خصوصي بانکونو وغوښتل چې اسلامي بانکداري بشپړه عملي کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشرتابه له عزیزي بنسټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي بانکونه باید د خلکو باور او د بانکي خدمتونو د ښه والي لپاره عملي تغییرات راولي. طالب چارواکو د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه بانک رییس نور احمد اغا، او لومړي مرستیال د عزیزي بنسټ له بنسټګر میرویس عزیزي سره په کتنه کې د بانکي سکتور د پرمختګ او د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

خپرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د عزیزي او اسلامي بانکونو د فعالیتونو د پرمختګ او بهبود څرنګوالی وڅېړل شو او د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي اړینې سپارښتنې وړاندې شوې، څو د بانکي خدمتونو د لا ښه والي لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

د خپرپاڼې له مخې میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکداري په بشپړ ډول عملي شي، ترڅنګ به یې د خلکو باور پیاوړی شي او د بانکونو په فعالیت کې به مثبت بدلونونه راشي.

نور خبرونه

رادیو