د طالبانو د روغتیا زیر وايي چې نوې روغتیایي ستراتیژي جوړوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، د یوې نوې روغتیایي ستراتیژۍ د جوړولو بهیر روان دی، چې د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. جلالي ویلي، چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو (BPHS) او د روغتونونو بنسټیزو خدمتونو (EPHS) د بیاکتنې لړۍ هم پیل شوې ده.

هغه وایي له دې سره به د لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي، د خلکو روغتیا به خوندي پاتې شي او د هغوی اړتیاوې به پوره شي.

نوموړي دا څرګندونې له تمویل کوونکو او د روغتیا سکتور له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په ناسته کې د چهارشنبې په ورځ کړې دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د عرضې معیین عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک او نورو تمویل کوونکو ادارو استازو ګډون کړی و.

یاد وزارت وایي چې په دې غونډه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور اوسنی وضعیت، د مرستو اهمیت او راتلونکي پروګرامونه هم وڅېړل شول.

په ناسته کې جلالي د منابعو اغېزمن مدیریت، د شفافیت اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه یوه ګډه دنده وبلله او زیاته یې کړه چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره یو روښانه او اوږدمهاله ستراتېژیک پروګرام موجود وي، چې په هغه کې به د وزارت د تمویل کوونکو رول روښانه وي او د خدمتونو ادغام به له هراړخیزې ارزونې وروسته په منطقي ډول عملي شي.

نور خبرونه

رادیو