د طالبانو د ملي موزیم مشر صبغتالله عابد د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره د «مخهښې» په لیدنه کې دغه هېواد د افغانستان کلتوري میراثونو د خونديتوب، مرمت او څېړنو په برخو کې یو مهم شریک بللی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران چهارشنبه (د وږي ۵مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د یادې ډلې د موزیم مشر د جاپان د مرستو رول د افغانستان د بیارغونې او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې ارزښتناک یاد کړی دی.
د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې د افغانستان له ملي موزیم سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د کلتوري میراثونو د ساتنې او پراختیا په برخو کې به له افغان اړخونو سره همغږي جاري وساتي.
دغه لیدنه د جاپان سفیر د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت شوې وه.