ملګري ملتونه: د غزې قحطي لا پراخېږي، د لوږې له امله لس کسان نور مړه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرسیالې جویس موسایا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې قحطي اوس رسمي واقعیت ګرځېدلی او هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو او ملکي وګړو مړینې زیاتېږي، چې یوازې نن لس کسان مړه شوي دي.

جویس موسویا امنیت شورا ته په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې قحطي په رسمي ډول په شمالي او مرکزي غزه کې تایید شوې او د سپټمبر میاشتې تر پایه به د دیرالبلح او خان‌یونس سیمو ته هم وغځېږي.

نوموړې وویل: «تر اوسه نیم میلیونه خلک د لوږې، بې‌وزلۍ او مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. که د مرستو مخه ونیول شي، دا شمېر به د سپټمبر تر پایه له ۶۴۰زرو واوړي.»

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې لږ تر لږه ۱۳۲زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. له دې ډلې څه باندې ۴۳زره ماشومان ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ژوند له مرګوني ګواښ سره مخ شي.

موسویا ټینګار کړی: «دا قحطي د وچکالۍ یا طبیعي ناورین پایله نه ده، بلکې د انسان په لاس جوړ شوی ناورین دی چې د جګړې، ملکي مرګژوبلې، ویجاړۍ او جبري بې‌ځایه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.»

بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله لس تنه نور هم مړه شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د وزارت په وینا، د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۳۱۳تنه مړه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹ ماشومان دي.

کارپوهان او مرستندویه ادارې وايي، د اسراییل بمبار او کلکه محاصره د دې لامل شوې چې د ژغورونکو مرستو ډېره برخه غزې ته ونه رسېږي.

نور خبرونه

رادیو