ملا یعقوب: د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، دا مهال د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې دي او دی ترې ناخوښه دی. د نوموړي په خبره؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی د دواړو هېوادونو په زیان دی او په کار ده، چې په خپلو کې ښې اړیکې وپالي.

  1. نوموړي په دې اړه له بي‌بي‌سي سره په یوې مرکه کې ویلي:« موږ هیڅکله نه غواړو، چې له پاکستان سره مو اړیکې ترینګلې پاتې شي. د اړیکو ترینګلتیا نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه بولو. زموږ کوښښ دا دی، چې په هره برخه کې ورسره ګوزاره ولرو او د همسایه‌توب حقوق یو بل ته ورکړو؛ خو له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې حالات عادي نه دي او په دې اړه زه خوشحاله نه یم.»
  2. هغه تر دې وړاندې هم د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د ګاونډیو هېوادونو په اړه څرګندونې کړې وې. هغه ویلي و:« موږ د ګاونډيانو په اړه بد نیت نه‌لرو؛ خو له دوی هم همدا هیله لرو. موږ له ګاونډيو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.» هغه زیاته کړې وه، چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او نه چاته اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

هغه په یادې مرکه کې د القاعدې ډلې سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته له القاعدې ډلې سره اړیکې نه‌لرو.»

هغه دارنګه ویلي، چې اسلام یو منځلاری دین دی او که څوک په‌کې د افراط او تفریط لور ته ځي؛ نو هرو مرو به خطا کېږي. نوموړي که څه هم په مستقم ډول چاته اشاره نه لرله؛ خو دا یې ویلي:« هغوی چې په واقعي معنا غواړي د اسلام له دین سره تګ وکړي؛ نو هغه به له افراط او تفریط څخه ډډه کوي.»

نور خبرونه

رادیو