د ننګرهار د انتاني روغتون ناوړه وضعیت؛ روغتیاپالانو ته د ۴ میاشتو تنخواوې نه‌دي ورکړل شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د ننګرهار په انتاني روغتون کې د تېرو ۶ میاشتو په ترڅ کې د انتاني ناروغیو لرونکي ۱۸ کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له‌مخې؛ په دې موده کې د ډینګي، اسهال او کرونا په ګډون انتاني ناروغیو لرونکو شاوخوا ۲۴زره ناروغانو یاد روغتون ته مراجعه کړې ده.

سرچینو چهارشنبه (د وږي ۵مه) د دغه روغتون د روغتیاپالانو او کارکوونکو په حواله زیاته کړې، چې هغوی له سختو اقتصادي کړاوونو او بې‌عدالتیو سره مخ دي. د سرچینو په خبره؛ د یاد روغتون روغتیاپالانو او کارکوونکو ته له تېرو ۴ میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړل شوې. روغتیاپالان وايي، چې دې چارې د هغوی پر مسلکي کارونو هم ډېر منفي اغېز کړی دی.

په روغتون کې یوې سرچینې د نوم‌ نه‌ښودلو په شرط وویل: «په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۴زره ناروغان چې پر ډینګي، اسهال، کرونا او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته وو، دغه روغتون ته مراجعه کړې ده. یوازې د شري نږدې ۲۵۰۰ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې، چې له دې ډلې ۱۸ کسان مړه شوي دي.»

د ننګرهار د انتاني روغتون روغتیاپالان او کارکوونکي وايي، چې دا مهال د ټرانسپورټ او کور کرايې، د ماشومانو او د خوراک څښاک اساسي اړتیاوې نه‌لري. که هغوی ته پر وخت تنخواوې او خپل امتیازات ورکول کېدای؛ نو هېڅکله نه اړ کېدل چې خپل غږ تر رسنیو ورسوي. ورته مهال، یو شمېر روغتیاپالان د روغتون له مدیریت شکایت کوي او وايي، چې غوښتنو ته یې څوک غوږ نه ږدي.

د یاد روغتون روغتیاپالان او کارکوونکي خبرداری ورکوي؛ که ستونزې یې ژر تر ژره او پر وخت حل نه‌شي، د ختیځ زون لپاره یوازینی انتاني تخصصي مرکز به خپل مهم فعالیتونه له لاسه ورکړي. سرچینې وايي، چې د مالي فشار له امله یو شمېر ډاکټران اړ دي چې خپلې دندې پرېږدي.

هغوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو مرسته‌رسوونکو بنسټونو غواړي، چې غږ یې واوري او د تنخواوو د ورکړې ترڅنګ، د عدالت د ټینګښت لپاره بېړنی اقدام وکړي. افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې په دې تړاو په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نظر هم له ځان سره ولري؛ خو تر دمه د یاد ریاست له‌خوا هېڅ ډول غبرګون یا وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

نور خبرونه

رادیو