د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ په داونګ سرحدي سیمه کې د طالبانو او تاجکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، د دواړو لوریو چارواکو سره ولیدل. طالبانو په دې ناسته کې پر تاجکستان تور لګولی، چې ددوی ۳۵۰ وسله وال مخالفان روزي.
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه نښته د کان کیندنې چینايي شرکتونو له پرمختګ او د امو سیند د څنډو له تخریب وروسته پیل شوه.
په هغو ویډیوګانو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په داونګ سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
د شخړې اواري په موخه د طالبانو او تاجکستان چارواکو د سې شنبې په ورځ (وږي ۴مه) په بدخشان کې سرحدي سیمې ته څېرمه سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو، د نښتې او د کان کیندنې شرکتونو په پرمختګ سربېره، یو بل تورن کړل چې مخالفانو ته په افغانستان او تاجکستان کې پناه ورکوي او روزنه ورکوي.
د طالبانو د بدخشان د کانونو مشر شفیقالله حفیظي وايي چې تاجکستان د دې ډلې ۳۵۰ وسلهوال مخالفین روزي.
نوموړي په خپلو خبرو کې تاجکستاني پلاوي ته وویل، چې ستونزو ته لمن ونه وهي او اوارې یې کړي.
طالب چارواکو د امو سیند د څنډو د تخریب مساله هم راپورته کړې، چې باید سیند د پخوا په څېر په مخکیني ځای کې جریان ومومي.
د تاجکستاني پلاوي یوه غړي په دې ناسته کې طالبانو ته وویل، چې « که تاسې غواړئ او یا نه، موږ درسره دوستي کوو».
خو په ناسته کې طالب چارواکي یې په ځواب کې وویل، چې « دوستان یئ، نو پر موږ ظلم مه کوئ».
د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې د بدخشان په داونګ سیمه کې د طالبانو او تاجکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو خپله مرګ ژوبله تراوسه رسمي نه ده تایید کړې.