د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د عزېزي انرژي ګروپ له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې لومړی پړاو ډېر ژر پیلېږي. دغه پروژه په درې پړاوونو وېشل شوې ده چې یوازې د لومړي پړاو تولیدي ظرفیت یې څلور زره مېګاواټه برېښنا ته رسېږي.
ددغه معاونیت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر د عزېزي انرژي ګروپ له رییس میرویس عزېزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره لیدلي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې میرویس عزېزي د پروژې د پرمختګ راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې د تفاهملیک له لاسلیک کېدو وروسته، د اړوندو وزارتونو په همکارۍ تخنیکي ټیمونه بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ته استول شوي او د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې یې د لومړنیو پروژو سروې او تخنیکي معلومات راټول کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د عزېزي انرژي ګروپ مسوولینو ویلي چې د پروژې د لومړي پړاو عملي چارې به ډېر ژر د اړوندو وزارتونو او ادارو په همکارۍ پیل شي.
خبرپاڼه زیاتوي، میرویس عزېزي خپلې غوښتنې د ریاستالوزرا له اقتصادي معاون سره شریکې کړې، چې ملا عبدالغني برادر ا د هغوی د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د ملا عبدالغني برادر په لارښوونه د اړوندو وزارتونو، ادارو او د عزېزي انرژي ګروپ له استازو ګډه کمېټه جوړه شوې، څو د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې چارې تعقیب او څارنه وکړي او خپل منظم راپورونه د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.
افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او یوازې ۳۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو ترلاسه کوي.
طالبانو په ګڼو برخو کې د پروژو د پیلیدو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه هیڅ یوې سترې پروژه چې ددې ادارې د واکمنۍ پرمهال پیل شوې وي، عملي اړخ نه دی خپل کړی.