له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته په کونړ کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سرچیني زیاتوي، چې څو شېبې وړاندې یې د ډیورنډ په کرښه پرتې مروره، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې د چاودنو او الوتکو غږونه اورېدلي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده، چې په دې پېښه کې چا ته مرګژوبله اوښتې ده او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو نن شپه د ننګرهار او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هم بریدونه کړي، چې د لومړنیو معلومات له مخې د ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.