د خوست په سپېره ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې په پایله کې یې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړې، چې پر الوتکې بیا په افغان دوبۍ سیمه کې د حافظ ګل بهادر جنګیالیو د دافع هوا ډزې کړې دي او وروسته یې په سورکاخ کلي کې یو کور په نښه کړی دی.
سرچینې وايي، چې ټپیان د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سورکاخ کلی افغان دوبۍ سیمې ته څېرمه پروت دی، چې ویل کېږي د پاکستاني طالبانو ځینې اړوند کورنۍ هلته اوسېږي.