د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ایران له سفیر عليرضا بېکدلي سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي، چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره دې د «اسلامي ارزښتونو او نړۍوالو نورمونو» لهمخې چلند وشي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چهارشنبه (د وږي ۵مه) پر خپله اېکسپاڼه د نوري په حواله زیاته کړې، چې افغان ولس له ۴۰ کلنې جګړې وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په سیمه کې یې د کډوالۍ لړۍ دوام لري.
ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د متقابل باور پر بنسټ خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ورته مهال، د ایران سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې ایران د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان ته ځانګړی درناوی لري. د هغه په وینا؛ تهران له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی.