د متقي په ګډون په اندراګاندي روغتون کې دوه نوې څانګې پرانېستل شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې په لومړي ځل، نن په اندراګاندي ماشومانو روغتون کې د کوچنيانو د زړه جراحۍ او هيموډیالیز یا وینې تصفیې خدمتونو څانګې پرانېستل شوې. په دې پرانیسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود.

طالب چارواکي وايي، چې دا د افغانستان د روغتیا سکټور په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دولتي روغتون کې د ماشومانو د زړه عملیات ترسره کېږي.

د کوچنيانو د زړه جراحۍ څانګه په عصري وسایلو سمباله ده او د ۵۰ بسترونو وړتيا لري.

همدا راز په دې څانګه کې د زړه درې عمليات د افغان متخصصانو له لوري په برياليتوب ترسره شوي او په ورځني ډول د زړه څلور عملیات پکې ترسره کېږي.

د اندراګاندي صحت طفل روغتون بنسټ په ۱۳۴۵ل کال کې د ظاهر شاه او د هند پخواني مرستیال ولسمشر ذاکر حسین له خوا اېښودل شوی او وروسته چې په ۱۳۶۴ کال کې د هند لومړۍ وزیره اندراګاندي ووژل شوه، روغتون د هغې په نامه ونومول شو.

د کوچنيانو د زړه جراحۍ او هيموډیالیز یا وینې تصفیې خدمتونو څانګو په پرانېسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود.

ټاکل شوې وه چې متقي نن هند ته لاړ شي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمیټې نه د هغه د معافیت نه ترلاسه کېدو له امله د نوموړي سفر لغو شو.

متقي ته له دې وړاندې د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړل شوې وه، چې د سفر معافیت نشتوالي له امله یې تګ وځنډېد.

نور خبرونه

رادیو