د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د دفتر رییس لوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ نن د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه جوړه شوې ده.

د غونډې موخه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د وروستیو ترافیکي پېښو مخنیوی او ارزونه ښودل شوې.

د سې‌شنبې په شپه د کابل–کندهار پر لویه لار د کابل ولایت اړوند ارغندۍ سیمه کې یو مساپر وړونکی بس له سړکه اوښتی او یوې درې ته لوېدلی چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د وزارت په دې بیړنۍ غونډه کې د کورنیو وزارت د امنیتي چارو د ستر معینیت مرستیال مولوي عطاالله انوري، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه، د مقام د دفتر سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د ترافیکو لوی رییس سید رحیم جاهد او د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت علمي او مسلکي مرستیال مولوي شمس الدین ابومنصور ګډون کړی و.

په ناسته کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو بحث شوی او د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو تر منځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار شوی دی.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې، چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافر وړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودرول شي او د کابل امنیه قوماندانۍ پولیس د سرغړوونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په ټول هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې. طالبان یې لامل د موټرچلوونکو بې پروایي بولي خو خلک یې د ترافیکو په لیکو او مشرتابه کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنې ښيي.

نور خبرونه

رادیو