په برلین ښار کې د هومبولت فورم مخ ته د افغان ځوانانو دوو ډلو شخړه کړې او یو بل یې په چړو وهلي. پولیسو ويلي، چې د دغه ځوانانو عمرونه د ۲۰ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي او برسېرن ټپیان شوي دي.
د جرمني «بي ېیډ برلین» ورځپاڼې سېشنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، چې دغه نښته د اګست په ۲۳مه نېټه ماښام مهال د شاوخوا ۱۰ ځوانانو ترمنځ شوې ده. پولیسو ویلي، چې په دغه نښته کې ۶ ځوانان ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې؛ ټپیان او د پېښې شاهدان ټول افغانان دي. د دغه پېښې په تور یوه ۱۴ کلنه نجلۍ هم نیول شوې وه؛ خو لږ وروسته بېرته خوشې شوې ده.
تر اوسه د دغه نښتې انګېزه نهده روښانه شوې. د پولیسو په وینا؛ د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.
په همدې شپه په ډریزدن کې د نښتې یوه بله پېښه هم ثبت شوې ده. پولیسو په دې تور یو سوریایي کډوال نیولی دی؛ خو د دغه پېښې د قربانیانو او مشکوکو خلکو په اړه یې نور څه نهدي ويلي.