د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د فاروق اعظم د نیولو په اړه ویلي، چې واکمنه ډله د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي؛ خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.
هغه سېشنبه (د وږي ۲۵مه) پر اېکس پاڼه کاږي:« که طالبان خپل وفادار ملګري تبعید، زنداني یا وژني؛ دا د هغوی داخلي اختلافات دي، په موږ پورې اړه نهلري.» د نوموړي په وینا:« د طالبانو موخه دا ده، چې زموږ منځلارې او دوديزه ټولنه د افراطیت پر لاره روانه کړي او په دې ډول یې هویت مسخه او دړې وړې کړي.»
فضلي وايي، چې طالبان هیڅ تغیر نه کوي او نه د بدلون وړ دي؛ له دوی څخه د اعتدال او ولس سره د تعامل هیله کول د هغوی په اړه د بې خبرۍ پایله ده.
فضلي زیاتوي، چې طالبانو او د هغوی نړۍوالو ملاتړ کوونکو او بسپنه ورکوونکو ته زارۍ کول یا له هغوی څخه د بدلون تمه کول مثبته پایله نهلري.
محمود فضلي وايي:« د حل لومړنی ګام دا دی، چې نه افراطي اشغالګرو ته زارۍ وکړو او نه هم د هغوی نړۍوالو لېبرال بسپنهورکوونکو ته نږدې شو، باید له دواړو څخه لرې شو.»
هغه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې ویلي:« که واکمنه ډله خپل وفادار او خوش باوره مبلغین تبعید، محاکمه یا اعداموي، دا د هغوی د داخلي کړۍ د شخړو برخه ده، په موږ پورې اړه نه لري.»
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره ورځ ویلي و چې د یاد وزارت سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی. فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالې دې کونړ ته لاړې شي؛ ترڅو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت کې سرچینو پرون دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی او د کابل نظارت خونې ته وړل شوی دی.

