د افغانستان د بار وړونکو موټرچلوونکي او سوداګر د نوبتي سیسټم په نوم د طالبانو لهخوا پر جوړ شوي کمېسیون سختې نیوکه کوي او وایي، دغه کمېسیون د سهولت پر ځای د فساد په یوه لویه سرچینه بدله شوې ده.
موټرچلوونکي وایي، چې د نوبت سیسټم که څه هم په کاغذ کې د عدالت او منظمې بارګیرۍ لپاره جوړ شوی، خو په عمل کې د زورواکو په ګټه او د عادي خلکو پر زیان تمامېږي.
د دوی په خبره، د کمېسیون هر طالب مسوول د «فوقالعاده» په نوم خپل ځانګړي موټرونه په سیسټم کې شامل کړي، چې شمېر یې نږدې دوه زره ته رسېږي.
یوه موټرچلوونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په دې اړه ویلي: «موږ ته په میاشت او دوو کې نوبت نه رسېږي، خو فوقالعاده موټر په یوه میاشت کې تر شپږ اووه ځله پورې بارګیري کوي او دغه راز خپل نوبت په نورو موټرو پلوري.»
نوموړي وویل، فوقالعاده موټرو لوی فساد جوړ کړی دی، مالیات او د کمېسیون د لګښتونو په نوم له دوی څخه هم د فوقالعاده موټرو په څېر پیسې اخیستل کېږي.
سوداګر هم وایي، چې د دې فساد تر ټولو ستر زیان د دوی کاروبار او د خلکو ژوند ته رسېږي.
د دوی په وینا: «د مېوو او سبزیو موټر په وخت بازارونو ته نه رسېږي، په زرګونه ټنه تازه مېوې او سبزۍ په ځنډ سره د لارو پر سر خرابېږي.»
اخوا، یو سوداګر وايي: «کمېسیون یوازې موټرچلوونکي نه دي ځورولي، بلکې موږ تجارانو ته یې هم لوی زیانونه رسولي دي. کله ناکله دوه میاشتې مال په ګدامونو کې پاتې کېږي، موږ ډېر شکایتونه کړي، خو غږ مو څوک نه اوري.»
د اوږدو نوبتونو او بند پاتې کېدو له امله موټرچلوونکي وایي، کله کله دومره اوږده موده په نوبت کې درېږي چې مرغانو په خالي موټرو کې ځالې جوړې کړي.
د سپين بولدک یو بل موټر چلونکی وايي: «قسم په خدای چې نور موټروانان د فوقالعاده او د حکومت له چور څخه تر پوزې راغلي دي، زموږ په موټرانو کې کفترو ځالې جوړي کړي، خو موږ ته نوبت نه رارسېږي.»
ده وویل: «له کندهاره تر کابله پنځه شپږ ځایه ترازوګان دي چې هر یو یې په ټایر کې ۱۰۰ افغانۍ اخلي، که خالي موټر وي او که بار، بس امر دی او باید دا پيسې ورکړو.»
موټرچلوونکي زیاتوي، چې د انسجام په نوم جوړ شوی کمېسیون د فساد جرړه ده او له قانوني اسنادو پرته له هر موټر څخه په هره پېره کې له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
یو بل موټرچلوونکی په قهرجن غږ وايي: «بس چور دی، چور! هر څوک چې هر څه کول غواړي کوي يې، د پوښتنې څوک نشته، د پخوانیو پاټکيانو غوندې اوس هم د ډانګ سره په سړک ولاړ وي او پیسې اخلي.»
تجاران وایي، دوی څو څو ځلې د طالبانو مشرانو ته فریاد کړی دی، ان د کندهار او ځینو نورو ولایتونو سوداګر دوه میاشتې انتظار پاتې شول چې د طالبانو له مشر سره خپله ستونزه مخامخ شریکه کړي، خو بریالي نه شول.
موټرچلوونکي او سوداګر په یوه غږ وایي، چې د بار وړونکو موټرونو لپاره جوړ شوی کمېسیون نه یوازې د فساد سرچینه ګرځېدلې، بلکې د ټرانسپورټ د وزارت صلاحیت یې هم بېاعتباره کړی دی او هره میاشت میلیونونه افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي.
په داسې حال کې چې طالبان د «اسلامي حکومت» او «سرتاسري امنیت» شعار ورکوي، د بار وړونکو موټرونو چلوونکي او سوداګر شکایت کوي چې فساد، زورواکي او غېرقانوني پیسې اخیستل لا هم د دوی د ژوند برخه ده.
د نوبت په نامه جوړ شوی سیسټم د عدالت پر ځای د بېعدالتۍ او د ولس د ځور وسیله ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دغې ډلې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په برابرولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه بنسټیز ګامونه اخیستي دي.