عمران خان د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان پر پرېکړې نیوکه وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د څرنګوالي په تړاو د پاکستان پر وروستۍ پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي: «زه پر دغې پرېکړې او له افغان کډوالو سره له کېدونکي چلنده شرمېږم.»

پاکستان د «پي او ار» کارټ لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی، د روانې اګسټ میاشتې تر پایه (۵ ورځې) وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.

د عمران خان خور چې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) زندان ته د خپل ورور لیدو ته ورغلې وه، له یادې لیدنې وروسته یې د خپل ورور له قوله وویل: «عمران خان له پاکستانه د افغان کډوالو چې دلته له څو لسیزو راهیسې اوسېږي او کار و بار لري، په بېړه اېستنه د بشري حقونو او اسلامي اصولو پر خلاف ده.»

تر دې مخکې د زمري په ۲۶مه د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم په اسلام اباد کې په یوې خبري غونډه کې ویلي وو، چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه به د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې زیانمنې کړي او همداراز یې د هغو افغانانو لپاره چې د پاکستان په ګټه دي او هغو افغانانو لپاره چې په پنډغالو کې دي، د جلا جلا پالیسو د جوړولو غوښتنه وکړه او په وینا یې هغه افغانان چې دلته یې پانګونې او لوړې زده کړې کړي او یا هم پر زده کړو بوخت دي باید ونه اېستل شي، ځکه دوی د پاکستان په ګټه دي او یوازې هغه افغانان چې په پنډغالو کې اوسېږي، هغوی باید له جبر پرته په عزت سره خپل هېواد ته ولېږدول شي.

نور خبرونه

رادیو