په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددغه ولایت د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په بست روغتون کې د بې پولې ډاکترانو له سازمان چارې محدودې کړې او د جراحي او داخله څانګو د ډاکترانو په ګډون یې ۱۶۰ کسان له دندو لرې کړي دي.
د هلمند په بست روغتون کې سرچینو نن سې شنبه د « وږي ۳مه» وویل چې د روغتون چارې د بې پولې ډاکترانو سازمان له خوا پرمخ وړل کېدلې خو اوس یې یوازې دوه څانګې ورته پرېښې دي.
د سرچینو په وینا، د مور او ماشوم ترڅنک له ۱۲ کلونو لاندې ماشومانو د څانګو واک چارې به د بې پولې ډاکترانو سازمان پرمخ وړي.
سرچینې زیاتوي، چې په ۱۶۰ ځواب شویو کسانو کې ډاکټران، ښځینه او نارینه روغتیاپالان شامل دي.
یو ځايي کارکوونکي وویل، « په اېستل شویو کسانو کې یوازې ډاکتران او نرسان نه دي، بلکې سوپروایزران او صفاکاران هم شامل دي خو داسې ښکاري چې دا اېستلو دا بهیر به روان وي.»
یو تن ځواب شوي ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هلمند د عامې روغتیا ریاست او د بې پولې ډاکترانو سازمان ترمنځ له اوږدو بحثونو وروسته دا پرېکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه:« د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په دې هڅه کې دی، چې د بې پولې ډاکترانو سازمان چارې او واک محدود کړي او د دوی پرځای خپل کسان په وارډونو کې ځای پر ځای کړي.»
د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، په هلمند کې له بې پولې ډاکترانو سازمان سره په بست روغتون کې د ډاکترانو او نرسانو په ګډون شاوخوا ۱۲۵۰ کسان په کار بوخت ول.
د ځايي کارکوونکو په وینا، تر ۲۰۲۶ کاله پورې بې پولې ډاکټرانو سازمان د روغتون له معاشونو نیولې تر ډوډۍ او درملو مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړي زیاته کړه:«اصلي ستونزه دا ده، چې د بې پولې ډاکترانو سازمان چې د بست په روغتون کې موقعیت لري، له پراخو امکاناتو برخمن دی او اوس طالبان په دې هڅه کې دي، چې د پخواني پرسونل پرځای خپل د خوښې کسان وګوماري.»
د روغتون د ځینو فعاله کارکوونکو نیوکه بیا دا ده، چې په تېر جمهوریت کې هم د بې پولې ډاکترانو سازمان په چارو کې د ولایت عامې روغتیا ریاست د مداخلې هڅې کولېؤ خو مخه یې نیول شوې وه.
دوی زیاتوي د یاد سازمان چارې له محدودولو سره به نه یوازې یو شمیر پرسونل بې کاره شي بلکې په خدماتو کې به هم د پام وړ کمښت راشي، چې له امله به یې د څو ولایتونو مراجعین له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ شي. ناو ک
تر اوسه پورې د طالبانو د هلمند د عامې روغتیا ریاست او د بې پولې ډاکترانو سازمان ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د چنګاښ په ۱۳مه د بې پولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر د زیاتېدو له امله روغتونونه له سخت فشار سره مخ دي. دغه سازمان ویلي و، چې د هلمند ولایت بست روغتون په بېړنۍ څانګه کې د ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.